د دوشي په سیمه کې د وارداتي بریښنا پایه والوزول شوه

سیمه ایزو سرچینو خاور میانه خبرې اژانس ته ویلي دي چې تیره شپه درې نیمې بجې (۲۴وری) د بغلان ولایت په دوشي سیمه کې د وسله والو طالبانو له لوري د وارداتي بریښنا یوه پایه له مینځه وړل شوي ده.
دا په داسي حال کې ده چې څه وخت مخکې هم په همدې سیمه کې د وارداتي بریښنا یوه پایه د طالبانو ترهګرې ډلې لخوا له مینځه وړل شوي وه.
په عین حال کې جمهور ریس غني خوست ولایت ته په خپل سفر کې ویلي وو چې د ډیورند د خط بل لوري خلکو ته به بریښنا ورکوي.
د بریښنا ددې پای په چاودني سره د پروان ،کابل،میدان وردک او نورو هغه ولایتونو بریښنا پریکړ شوي ده چې د وارداتي بریښنا څخه کار اخلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *