وسله والو طالبانو په مومندره کې د يوه منځني ښوونځي لابر اتوار او اسناد لمنځه وړي

د ننګرهار ولایت د مطبوعاتي د فتر څخه په خپره شوې هبر پاڼې کې راغلي د ننګرهار ولايت موندرې ولسوالۍ اړوند د ګردي په لنډۍ سيمه کې تېره شپه وسله والو طالبانو د يو منځني ښوونځي لابر اتوار په ماين الوځولی او د ښوونځي ټول اسنادونه او وسايل يې لمنځه وړي.
د معلوماتو له مخې وسله والو طالبانو لومړی د ښوونځي بې وسلې ساتونکي تړلي، د ښوونځي ټول اسناد او وسايل يې لابر اتوار ته راټول کړي او بيا يې لابر اتورا په ماين الوځولی، چې ټول اسنادونه او وسايل په کې لمنځه وړل شوي.
امنيتي مسئولين سيمې ته رسيدلي او اوسمهال ښوونځی د زده کوونکو پرمخ پرانيستل شوی دی.
سلاکار وزير او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل پر ياده پېښه خواشيني ښودلې او امنيتي ارګانونو ته يې لارښوونه کړې، چې پېښه وڅيړي او جدي اقدامات تر سره کړي.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې په مومندرې ولسوالۍ کط د ایمل خان لیسې په ګډون د یو بل ښوونځي مهم اسناد هم د وسله والو له خوا سوځول شوې ؤ.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *