وسله والو طالبانو په مومندره کې د يوه ښوونځي اداري خونه سوځولې

وسله والو طالبانو په مومندره کې د يوه ښوونځي اداري خونه سوځولې

ننګرهار ولايت مومندرې ولسوالۍ هزار ناو سيمه کې تېره شپه شاوخوا درې بجې وسله وال طالبان هزار ناو لېسې ته ننوتلي او د يادې لېسې ادااري خونه يې سوځولې ده.
په ياده خونه کې د لېسې يو شمېر اسناد سوځيدلي؛ خو اور مسئولینو له لوري پر وخت وژل شوی او نورو خونو ته يې سرايت ندی کړی.
ښوونځی د زده کوونکو پرمخ خلاص دی او درسي بهير د پخوا په څېر په ښه ډول پرمخ روان دی.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم وسله والو په مومندره کې د ایمل خان عالي لیسه سوځولې وه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *