د ملې وحدت حکومت د قرغ دغره ځمکې د اسلامي حزب غړیو ته ورکوي

د هغه اسنادو له مخې چې تیره ورځ( وری۲۰) د افغانستان ملت ګوند خپاره کړي دي د ملي وحدت حکومت د کابل په لویدیځ کې د قرغ د غره د لمنې ځمکې د ګلبدین حکمتیار د برخې حزب ته ورکړي دي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې د افغانستان د ملت ګوند په یوه بیانیه کې ددې اسنادو د نشر ترڅنګ ،د حکومت دغه دسیسه په دې مبني ده چې د دشت برچي سیمه کې نا امني رامنځته کړي او ددغې سیمې په اوسیدونکو باندې روحي فشار وارد کړي.


په عین حال کې حزب ملت د ملې وحدت حکومت د یوه قوم حکومت بولي او وایي چې دا حکومت د کار د پیل راهیسې په دولتي ادارو کې د یوه ځانګړي قوم د ختمولو د روحیې په لټه کې وو.
دغه ګوند دعوه کوي چې حکومت نه یواځي د کابل د لویدیځ امنیت ،غونډې او اعتراضونه نه مني بلکه ددغه خلکو په وژنه کې په ترهګرۍ کې لاس لري،او همدارنګه په بیانیه کې راغلي دي چې حکومت د کابل لویدیځ د پایتخت د میلیونونو اوسیدونکو لپاره په لوې زندان بدل کړی دی.


د حزب ملت د بیانیې پر اساس د جمهور رییس دغه تبعیضي کړنې د اساسي قانون د شپږشپیتمې او د سیاسي ګوندونو د څلورم قانون سره په مخالفت کې قرار لري.
په بیانیه کې راغلي دي چې ” جمهور ریس د اسلامي حزب د ګلبدین حکمتیار برخې ته د قرغ د غره د لمنې د سپارلو فرمان صادر کړی دی او د ملې امنیت شورا د ۱۸۶۹نمبر مکتوب په ذریعه په ۱۳۹۶/۱۲/۱۳ نیټه باندې د وزارت دفاع په عنوان د جمهور ریس د لارښوونې په استناد په جدې ډول د ښار جوړونې د وزارت،د مرکزي زون د ادارې او د کابل ښاروالۍ څخه په دې اړه د جدې اقدام غوښتنه کړي ده”.


دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي ټاکل شوي ده دغه ځمکې د دیارلسمې ناحیې د فرعي جادو د تخریب په بدل کې ورکړل شي.
په همدغه حال کې امکان لري چې د حکومت دغه اقدام جنجالونه راپورته کړي.حزب اسلامې ته د یو جانبه امتیاز ورکول د ټولنې د یوه ځانګړې قشر لپاره بد پیغام له ځانه سره لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *