جمهور رییس غني د جمهورې ریاست د راتلونکو ټاکنو لپاره کمپاین کوي.

که چیرته د قانون بحث څنګ ته کړو؛د ملې وحدت د حکومت د پینځه کلنې دورې د ختمیدو ته ډېر وخت پاتې نه دی،دا کار ددې سبب شوی دی چې احتمالي نوماندان ورو ورو بیرغ پورته کړې او هر یو کس له هر اړخه د خپل ځان لپاره د ملګرتیا پیداکیدو په حال کې دي او دغه اړیکي پیداکول ددې سبب شوي دي چې جمهوري ریاست ارګ د ولایتي سفرونو په چوکاټ کې خپل انتخاباتي کمپاین پیل کړ.په دې کړنو کې اجراییه ریاست هم د جمهوري ریاست ارګ څخه څه شی کم نه لري مګر د انتخاباتي کمپاین په نویو لارو چارو کې دی او دا کار ددې سبب شوی دی چې نور احتمالي نوماندان هم په جدې ډول میدان ته راووځي.
د جمهوري ریاست ارګ ویاند شاحسین مرتضوي په خپله پیسبوک پاڼه کې لیکلي دي چې ولسمشر غني هره ورځ په عادي ډول ۱۶ ساعته کار کوي،د یوې نوي برنامې له مخې به هره میاشت څو ولایتي سفرونه لري.هغه غونډې چې پینځه ساعته دوام کوي ولسمشر یې مدیریت کوي تر څو چې لاسته یې راوړي.په دوام کې یې لیکلي دي چې د ولسمشر د ټولو ورځو د پروګرامونو معلومات د رسمي سرچینو لخوا خپریږي.دا ټول یو محترم خبریال هر سهار او ماښام ټویټ کوي،د جمهور رییس د جسمي وضعیت اوازې د انتخاباتي او سیاسي تګلارې سره نشر کوي.
د جمهوري ریاست ارګ د ویاند د ددې پیسبوکي لیکنې څخه څو شیان په څرګند ډول روښانه کیږي؛ لمړی دا چې په هره میاشت کې څو ولایتي سفرونه او د پروژو پرانیسته کمپایني اړخ لري.دویم دغه خبرونه چې څو ورځې کیږي رسنۍ یې نشروي پر دې دلالت کوي چې د ولسمشر کورنۍ د سرطان ناروغۍ د زیاتیدو په سبب نه تیریږي او او دویم ځل نوماند کیدل ردوي او په ښکاره ډول یې لیکلي دي چې ولسمشر د جمهوري ریاست نوماند دی.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني په خپلو هیڅ یو انتخاباتي وعدو باندې عمل نه دی کړی؛ د لویو ښارونو امنیت هم وښین دی،هره ورځ خلک له ولږې څخه د هیواد څخه مهاجر کیږي،ادارې فساد خپل اوج ته رسیدلی دی همدا ډول که د ملې وحدت حکومت ته خلک د سلو څخه نومرې ورکړې ګمان نه کوم چې د لسو څخه دې زیاتې هم واخلي.
دهیواد د اجراییه رییس ډاکټر عبدالل عبدالله هغه خبرې چې د انتخاباتي کمپاینونو په دوران کې یې خلکو ته ویلي وي هیڅ یوې ته یې هم د عمل جامه نه ده ور اغوستي او د اجراییه ریاست څخه د خلکو د نارضایتۍ اندازه هم وروستي حد ته رسیدلي ده.
په ټوله کې د ملي وحدت حکومت په پینځو کالو کې د ملت ګردو ته په غیر قانوني ډول لاره وموندله او اوس هم دوې کمپاین د څه په خاطر شروع کړی دی دا په څه سبب دی او ایا څوک به د ملي وحدت د حکومت دې دوه مشرانو ته رایه ورکړي؟
له بله لوري عطامحمد نور،احمد ولي مسعود رحمت الله نبیل او نور….. د خپلو ژبو له مخې د نوماند شویو کیسه ده او احمد ولي مسعود په لندن کې د خپلو پلویانو په یوه غونډه کې خپل ځان رسماً د جمهوري ریاست ټاکنو ته نوماند اعلان کړی دی.
په دغه طرف کې په انتخاباتي ټکټونو کې د جنرال دوستم نه شتون په شمال کې اشرف غني له ستونزو سره مخامخوي او د جمهوري ریاست په راتلونکي انتخاباتو کې د خلکو او قدرت ټوټه کیدل یوه له نورو معضلو څخه ده.
په عین حال کې که چیرته پارلماني ټاکني له ستونزو سره مخ شي او درغلي پکې رامنځته شي د پارلمان نوماندان چې بریالي نه شي مظاهرو ته به لاس واچوي هیواد به د بحران لوري ته لاړ شي،په دې ګمان که چیرته د جمهوري ریاست انتخابات اتفاق ته ونه رسیږي شاید امریکا یوه بله نسخه د افغانستان د حکومت دارۍ په طریقه رامخي ته کړي.
یو بل جدې بحث د افغانستان د پخواني جمهور ریس حامد کرزي دی چې ډیر په ماهرانه ډول نیت لري چې انتخاباتو ته داخل شي او په خپل نوم د بریا پاڼي واړوي او ددې کار لپاره یې ظاهراً د امریکا لمني ته لاس اچولی دی او په پوره ډول یې خپل ځان د روسیې لمنې ته اچولی دی او لیدل کیږي ،دا وضعیت چې افغانستان یې لري څه ډول به پکي انتخابات ترسره شي!

ندیم پارسینا

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *