يو تن د کورني تاوتريخوالي له امله خپله مېرمن، د میرمنۍ مور او پلار وژلې دي

د ننګرهار ولایت د مطبوعاتي څانګې څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار پنځمې ناحيې اړوند عبدالحق مېنه کې تېره شپه شاوخوا دوه بجې د نور محمد په نوم يو تن، چې اصلي د شيرزادو ولسوالۍ اوسيدونکی دی د کورني تاوتريخوالي له امله خپله مېرمن، ميرنۍ مور او پلار وژلي دي.
د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې دننګرهار ولایت چارواکي وایې نور محمد پولیسو له لوري نيول شوی او اعتراف يې کړی، چې خپله مېرمن، ميرنۍ مور او پلار يې د تومانچې په ډزو سره وژلي دي.
د قضیې په اړه د نورو معلوماتو ترلاسه کولو په موخه له قاتل څخه پوښتنې او د پېښې ځای کې پلټنې پیل شوي دي.
سلاکار وزير او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل پر ياده پېښه ژوره خواشيني ښودلې، شهیدانو ته يې د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته يې د تسليت مراتب وړاندې کړي.
نوموړي امنيتي ادارو ته لارښوونه کړې، چې پېښه په دقيق ډول وڅيړي او قاتل د قانوني اجراتو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *