په ۲۰۳۰ کال کې به د کوم هیواد نظامي ځواک پیاوړی وي؟
د یوه نظامي څیړونکي د وینا له مخې د ۲۳۰ کال پورې به هند،فرانسه،روسیه،امریکا او چین د ځمکې د کرې د پیاوړې نظامي ځواک لرونکي وي.
دد خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې فارلي ددې ترڅنګ چې د روسیې فوځ د ټیکنالوژې ته لاس رسی نه لرل یې یو ستونزه وبلله ویې ویل چې د روسیې فوځ به د ۲۰۳۰ کال پورې د یوه پیاوړي قوت په توګه پاتي شي.
ددې نظامي څیړونکي په نظر د روسیې هیواد په مخ کې یوه پرته ستونزه داده چې د روسیې وسلوال ځواکونه په ټولنه کې په قرار په قرار کمیږي.
فارلي همدارنګه د اروپایي اتحادیي په اړه وویل چې يواځې فرانسه د خپلو نظامي ځواکونو په ساتلو قادره ده او د امریکا په اړه یې وویل چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به په نظامي برخه کې خپل راروان ځای وساتي.
د فارلي په وینا،هند او چین په اوسني وخت کې عملاً پرمختللیو وسلو ته لاسرې لري او تر ۲۰۳۰ کال پورې به دا دوه نظامي قوتونه قوت لاسته راوړي.