ولسمشر غني خوست ته ولاړ

د هیواد جمهور رییس محمد اشرف غني،نن د دوشنبې په ورځ( وری ۲۰) د څو اقتصادې پروژو د پرانیستلو په موخه خوست ولایت ته ولاړ.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې، د ارګ د ویاندوې دفتر ویلي دي چې ولسمشر به په دې سفر کې په دې ولایت کې د خوست د هوایي میدان رنوي کرښه،د میدان د رادار سیستم بنسټ ایښودنه،د اطفایي تعمیر او د هوایي میدان داخلې سړک جوړونه او ۱۳ زره کورنیو ته د بریښنا د لیږد د شبکې بنسټ پرانیزي.
ویل کیږي چې ولسمشر به ددې دوه ورځني سفر په جریان کې د علماوو،مشرانو،قومي مشرانو،د ولایتي شورا له غړیو،ښځو او ځوانانو،سوداګرو او صنعت کارانو،او د مدني ټولنو غړیو سره د هغوې د ستونزو په اړه لیدنه وکړې.
په عین حال کې د جمهوري ریاست ارګ ویاند شاه حسین مرتظوي پخپله پیسبوک پاڼه لیکلي دي چې ولسمشر غني به د یوې نوې برنامې له مخې په هره میاشت کې څو ولایتي سفرونه سرته رسوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *