د ترکیې لمړی وزیر بن علي یلدرم کابل ته راورسید

د ترکیې لمړی وزیر بن علي یلدرم،نن د یکشنبې په ورځ( وری ۱۹) په یوه ورځني سفر کابل ته راغلی،ویل کیږي چې نوموړی به لومړی د اجراییه رییس ډاکټر عبدالله سره او له هغې وروسته به د ولسمشر غني سره وګورې.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې د ترکیې لمړی وزیر به د سولې د روان بهیر،د ترهګرۍ سره د مبارزې او د افغانستان او ترکیې ترمنځ په دواړخیزو همکاریو خبرې وکړې.
له بله لورې ویل کیږي چې ددې سفر څخه یوه موخه د حکومت د مشرانو سره د افغان ـ ترک د ښوونځیو د موضوع په اړه خبرې اترې دي ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *