عباسي ژمنه وکړه چې د پاکستان لخوا په افغانستان باندې د راکټي حملو مخنیوې به وکړي

د پاکستان لمړي وزیر شاهد خاقان عباسي د جمعې په ورځ( وری ۱۷) د ملې وحدت د حکومت د مشرانو سره د څو اساسي موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
د جمهوري ریاست ارګ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د اشرف غني او د پاکستان د لمړي وزیر په لیدنه کې په دې موضوعاتو خبرې ترسره شوي دي” دوه طرفه اړیکې،د ترهګرۍ سره مبارزه،ددوه هیوادونو تر مینځ د اوسپنې د پټلۍ غځول،د افغانانو په ملکیت او مشرۍ باندې د سولې په اړه خبرې ، د ډیورند د کرښې مئسله،
د مهاجرینو د پاتي کیدو نیټه تمدیدول،د بندیانو تبدیلې او د افغانستان ـ پاکستان د سولې او یوالي د عملي پلان جوړول.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې ولسمشر غني په کونړ ولایت د پاکستان د بمبار موضوع په جدې ډول د پاکستان د صدراعظم سره مطرح کړه او ویلي دې چې” اوسنی وضعیت د هیڅ یوه لورې په ګټه نه دی او باید هره اندیښنه یې د رسمي سرچینو له لارې شریکه شي او د بحث او خبرو له لارې حل شي”.
همدا ډول په دې لیدنه کې دواړو لوریو پریکړه وکړه تر څو د دواړو هیوادونو د ملې امنیت مشاورین او د بهرنیو چارو وزارتونه ” د افغانستان ـ پاکستان تر مینځ د سولې او یووالي عملي پلان” سرته ورسوي.
ویل کیږي چې عباسي طالبانو ته د اشرف غني د سولې د وړاندیز هرکلی کړی دی او په دې برخه کې یې د خپل هیواد د مرستو ډاډ ورکړی دی.
همدغه راز په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ددې لیدنې په پایله کې د منځنۍ اسیا څخه د افغانستان له لاري د بریښنا د انرژۍ د انتقال او غځوني لپاره یو دوه طرفه هیئت ټاکل شوی دی او همدارنګه ویل شوي دي چې د مهاجرینو د بیرته ستنولو د وخت لپاره به یو واضیحه جدول جوړ شي.
د خبر پاڼې پر اساس د پاکستان لمړي وزیر د اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره هم په لاندې موضوعاتو خبرې کړي دي”په افغانستان کې د امنیت او سولې راوستل،په پاکستان کې د افغاني مهاجرینو ستونزې،د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستانیو ځواکونو د توپونو حملو په اړه،او د کابل او اسلام اباد ترمینځ د سوداګرۍ او اقتصاد په اړه بحث ترسره کړی دی”.
د دې لیدنې په دوام کې د پاکستان صدراعظم ویلي دي چې د کابل د سفر څخه دده اصلې موخه په افغانستان کې د سولې او امنیت تامینول دي او زمونږ هیواد چمتو دی چې د افغانانو تر مشرۍ لاندې د سولې د خبرو د زمینې لپاره کومک او همکاري وکړي.
په عین حال کې عباسي د هغه لوري څخه د راکټي حملو په اړه ویلي دي لکه څرنګه چې ددوې په سیاست کې حملې نشته ددغه اقدام د مخنیوي لپاره به اقدام وکړي.
همدارنګه ویل شوي دي چې ددواړو هیوادونو د سوداګریزو اړیکو د رغوني لپاره به د پاکستان لخوا په افغاني سوداګرو لګول شوي مالیه هم بنده کړل شي.
دې لیدنې په داسې حال کې صورت نیولی دی چې دواړه هیوادونه همیشه یو بل د ترهګرو ډلو په همکارۍ تورنوي ،افغانستان پاکستان د ترهګرو د امن پټن ځای بولي چې هر وخت ددواړو هیوادونو اړیکي پرې خرابیږي او په پولو کې د جنجالونو د راپیدا کیدو سبب کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *