د بالیوډ مشهور ستوری سلمان خان په ۵ کاله بند محکوم شو

د بالیوډ د سینما مشهور هنرمند سلمان خان د دوه هوسیو د وژلو په جرم په ۵ کاله بند محکوم شو.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې د جي پور محکمې سلمان خان په ۱۹۹۸ کال کې د یوه فلم د صحنې د ثبتولو پر مهال ددوه دانو هوسیو د وژلو په جرم په ۵ کال بند محکوم کړ.


په دې دوسیه کې سیف علي خان ،سونالي بندري،تبو او نیلم هم شامل وو مګر هغوې د محکمې له لوري بې ګناه پیژندل شوي دي.
د هندوستان په قانون کې د همدا ډول جرمونو لپاره ۶ کاله سزا ده.
دا په داسي حال کې ده چې ممبې په ښار کې د بالیوډ ددې هنرمند مینوال د سلمان خان کور ته نږدې راټول شوي دي او د نوموړي د خلاصون غوښتنه کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *