د ایران د نماینده ګانو مجلس د امریکا بیرغ او برجام ته اور ورته کړ

 

د ایران د استازو مجلس نن د چهارشنبې په ورځ ( د غویي ۱۹)د یوې علنې غونډې په پیل کې د مجلس استازو د امریکا په غبرګون کې ددې هیواد بیرغ ته اور واچوو او مرګ پر امریکا شعارونه یې ورکړل.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې د ایران د مجلس استازو د مجلس د رییس د خبرو څخه مخکې د مجلس یو شمېر نماینده ګانو د رییسه پلاوې پرځای د مرګ پر امریکا شعارونه ورکړل.
د ایران د استازو د مجلس چیغې وهلې چې تاسې برجام ته اور واچوو مونږ هم ستاسې بیرغ ته اور ورته کوو او د مرګ پر امریکا سخت شعارونه یې ورکول.

د اسلامې شورا د مجلس رییس لاریجاني یو له هغه کسانو څخه چې د امریکا بیرغ ته د اور اچولو په حال کې وو کوهکن ته په خطاب سره وویل احتیاط کوئ مجلس ته اور وانچوئ.
د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ تیره شپه د یوه مطبوعاتي کنفرانس په لړ کې د برجام څخه د امریکا وتل اعلان کړل.

دا په داسې حال کې ده چې د برجام او د ملګرو ملتونو د سازمان ټولو غړيو هیوادونو د ټرمپ دا کار تیروتنه وبلله.

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *