د پاکستان لمړی وزیر شاهد خاقان عباسي کابل ته راځي

په هغه خبرپاڼه کې چې د یکشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت لخوا خپره شوي ده پکې راغلي دي چې د پاکستان لمړی وزیر شاهد خاقان عباسي به د جمعې په ورځ( وری ۱۷) کابل ته راشي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور پر اساس،ټاکل شوي ده شاهد خاقان عباسي په دې سفر کې د ملې وحدت د حکومت مشرانو سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پراخوالي او د سولې پروسې په اړه خبرې وکړي.
محمد اشرف غني دوه اوونۍ وړاندې د پاکستان د ملې امنیت د مشاور سره په لیدنه کې له هغه غوښتنه کړي وه چې ددغه هیواد لمړي وزیر ته د کابل د راتګ بلنه ور ورسوي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني د خپل کار د پیل په لمړیو میاشتو کې ،د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو د رغولو په سبب اسلام اباد ته سفر وکړ،مګر د افغانستان په مختلفو برخو کې د پرله پسې وحشتناکو بریدونو څخه وروسته دغه اړیکې خړې پړې شوي دي.
د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو موجودیت او د طالبانو څخه،په ځانګړي ډول د حقاني شبکې څخه ددې هیواد ملاتړ د افغانستان د حکومت لخوا پر پاکستان نوي تورونه دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *