حکمتیار نیت لري چې اسلامي حزب د ارغندیوال له منګلو څخه وباسي کړې
د اسلامې حزب ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي دي چې حکمتیار د اسلامي حزب د مشرۍ د لاسته راوړلو لپاره حکومت ته لمنه غځولي ده؛ هغه ددې غوښتونکی دی چې دغه ګوند دده په خپل نوم شي.
د خاور میانه د راپور له مخې د سرچینو څخه په نقل ،ګلبدین حکمتیار په دې وروستیو کې ددې ګوند په اوسنۍ رهبرۍ فشارونه ترسره کوي چې د ګوند مشرې لاسته راوړي او دغه ګوند دده په نوم ثبت ته ورسیږي.دغه ګوند دوه لسیزې کیږي چې د عدلیې په وزارت کې د عبدالهادي ارغندیوال په نوم ثبت شوی دی.
ویل کیږي چې حکمتیار د حزب اسلامې ګوند مشرۍ ته د رسیدو لپاره څو ځله ارغندیوال ته خلک لیږلي دي مګر ارغندیوال دغه غوښتنه رد کړیده.
د سرچینې د خبرو پر اساس، د اسلامي حزب یوه بل غړي ویلي دي چې د ارغندیوال لخوا د حکمتیار د غوښتنو په رد کیدو سره ،هغه غني ته لمن نیولي ده چې د یوې تفاهم نامې پر اساس د ارغندیوال اسلامي حزب ختم کړي او ددغه ګوند امتیاز دې حکمتیار ته ورکړل شي.
مګر له خبرو داسي معلومیږي چې عبدالهادي ارغندیوال په هیڅ ډول هم حکمتیار ته د ګوند مشرۍ ورکولو ته حاضر نه دی.
ګلبدین حکمتیار چې خپل ځان ددغه ګوند مشر ګڼي څه وخت مخکې یې ددغه ګوند د دریو لوړپوړو غړو له جملې څخه ډاکټر انور بصیر،عبدالهادي ارغندیوال او انجینر محمد خان ددې ګوند د غړیتوب څخه ویستلي وو.
په عین حال کې عبدالهادي ارغندیوال د حکمتیار ددغه اقدام په مقابل کې تند غبرګون ښودلی او زیاته کړې یې ده چې هیڅوک هم نشي کولای چې هغه د ګوند له غړیتوب څخه وباسي.
همدارنګه تیره اوونۍ د اسلامې حزب یوې بلې څانګې د اطلاح طلبان په نوم خپل موجودیت اعلان کړ او ویې ویل چې حکمتیارد اسلامې حزب مشر نه دی.