د ننګرهار ولسونو د سوله ييز لاريون په ترڅ کې د برېښنا ستونزې د دايمي حل غوښتنه وکړه

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولايت اوسېدونکو، مدني فعالانو او د ولايتي شورا يو شمېر غړو د يو لاريون پرمهال دغه ولايت کې د برېښنا ستونزې د دايمي حل غوښتنه وکړه او ټينګار يې وکړ، که يې ستونزه حل نه شي؛ نو خپلو مدني حرکتونو ته به دوام ورکړي.
دوی دغه راز غوښتنه او ټينګار يې درلود، چې ننګرهار ته دې د وارداتي برېښنا پرځای دلته برېښنا بندونه جوړ شي.
دوی چې (برق غواړو، د برېښنا ستونزې دايمي حل غواړو او خپل حقوق غواړو) شعارونه يې ورکول د وري په ۱۳مه د دغه ولايت د ولايتي شورا له انګړه خپل لاريون پيل کړ.
د ننګرهار د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري چې د لاريون پرمهال يې خبريالانو سره خبرې کولې وويل، ننګرهار ته له کابل برېښنا وارده شوې؛ خو کله چې هم پر کابل برېښنا قطع کېږي، پر ننګرهار يې هم پرې کوي.
دی وايي، له کلونو راهېسې ننګرهاريانو سره د نورې برېښنا ژمنه کېږي؛ نوره خو نه راځي؛ خو شته برېښنا هم پرې وخت ناوخت قطع کېږي.
د لاريون يو بل ګډونوال او مدني فعال عبدالرحمن معاون غوښتنه وکړه، چې د نغلو له برېښنا سره دې د دغې برېښنا بند کلي (کليد) هم ننګرهاريانو ته په لاس ورکړي، ځکه تل يې پر ننګرهار دغه برق قطع کړی دی.
مدني فعال نوراغا ځواک وويل، چې د ټولو هيوادوالو په څېر دوی هم حقوق لري او بايد مرکزي حکومت ورته د برېښنا ستونزه حل کړي.
مدني فعالې زرغونه سادات وايي، چې ننګرهار کې ګرمي ډېره زياته وي او اړتيا هم ورته زياته ده؛ نو ځکه بايد دلته د برېښنا ستونزه جدي حل شي.
هغې وويل، په ګرمۍ کې د برېښنا نه موجوديت د ننګرهاريانو لپاره لويه ستونزه ده او بايد مرکزي حکومت دغه ستونزه حل کړي.
قومي مشر او مدني فعال محمد نعيم ولاړ وويل، که مرکزي حکومت د دوی ستونزې حل نکړي، خپلو مدني حرکتونو ته به دوام ورکړي .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *