پاکستان: که چیرته سیاسې ثبات منځته را نشي،افغانستان به له مونږه مخکې شي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چې په پاکستان کې یې یوې لویې غونډې ته خبرې کولي خبردارې ورکړ که چیرته په پاکستان کې سیاسي ثبات منځته رانشي افغانستان به د پاکستان څخه مخکې شي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې چې د پاکستاني رسنیو څخه یې راخیستی دی احسان اقبال ویلي دي که چیرته په خپل هیواد کې سیاسي ثبات را نه وړم ،زه ویریږم چې حتی افغانستان به هم له مونږه مخکې شي.
نوموړي د خبرو په دوام کې ویلي دي لکه څنګه چې حامد کرزي خپله زیمه واري سرته ورسوله اوس اشرف غني هم په هماغه تګلاره روان دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د چین – ياکستان د اقتصادې پروګرامو مثبتو اعیزو ته په اشارې سره وویل چې د ۲۰۱۳ کال څخه مخکې نړۍ پاکستان ته د ترهګرو د ځالې په سترګه کتل ، مګر د چین- پاکستان د اقتصادې لارې په شروع کیدو سره د نړۍ نظر تغییر کړی دی.
مګر د جنوبي اسیا دپاره د امریکا د نوې استراتیژۍ په اعلانیدو سره په پاکستان باندې د نړیوالو فشارونو صورت نیولی دی او نړیوال فشارونه زیات شوي دي.
پاکستان هغه هیواد دی چې همیشه ترهګرو ته په پناه ورکولو تورن شوی دی ،د القاعده تروریستي شبکې مشر اسامه بن لادن په دې هیواد کې ووژل شو ،د طالبانو د ترهګرې ډلې د مشر ملاعمر جسد هم په دې هیواد کې وو او حقاني تروریستي شبکه هم ددې هیواد د چتر لاندې په افغانستان کې ویره اچونکي بریدونو ته دوام ورکوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *