د لغمان ولایت کی په ترافیکي پېښه کې یو تن مړ او پینځه نور ټپیان شوي

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: نن سهار وختي ۳ بجې د کابل جلال اباد پر لویه لاره د قرغیو ولسوالۍ اړوند د کاکڅ په سیمه کې د دوه بارداره موټرو د ټکر کېدو له امله یو تن مړ شوی او پینځه نور زخمیان شوي دي.

مړشوی تن چې د میدان وردګو ولایت څخه و جسد یې یاد ولایت ته او زخمیان ټول د کاکڅ په کلینیک کې تر لومړنۍ درملنې وروسته د ننګرهار د عامې روغتیا روغتون ته انتقال شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *