امر الله صالح: د نفوسو په هغه سر شمېرنه کې چې د سپوږمکۍ پرمټ ترسره شوې غواوي هم د رايي ورکوونکو په توګه شمارل شوي دي

د افغانستان ټاکنې همیشه له جنجالونو ډکې وي او د ۲۰۱۴ کال ټاکنې د بدنام ترینو ټاکنو څخه شمارل کیږي چې په هغه وخت کې سیاسي ادبیاتو ته ” د رای ګوسفندي” په نوم داخلې شوي،مګر په دغه انتخاباتو کې چې ټاکل شوي ده د میزان د میاشتې په وروستیو کې ترسره شي د زیاتې درغلۍ احتمال شته دی.
د میاشتیني نفوس شمېرنه ددغه درغلیو له عامیلینو څخه ده په دې سرشمېرنه کې انسانان او حیوانات یو ځای شمېرل شوي دي،د سیاسې بهیر رییس امرالله صالح د سیاسي ګوندونو ګډ کنفرانس او د ټاکنو کمیسیون ته وویل د میاشتنۍ سرشمېرني اساس د بدن د تودوخې درجه ده ،صالح وویل د انسان او حیوان د بدن د تودوخې د درجې اندازه مالومول امکان نه لري.
صالح د خبرو په دوام کې زیاته کړه د ۲۰۰۴ کال څخه د یوه ولایت نفوس دوه برابره ډېربږي مګر د بامیان ولایت نفوس ۵۰% کموالی کوي.


د صالح دا خبرې راښایي چې درغلۍ په پراخ او منظم ډول صورت نیولی دی او د ولسي جرګې انتخابات به ددوهم ځل لپاره د جنجالي انتخاباتو له جملې څخه وي.
صالح د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون باندې د انتقاد ترڅنګ وویل هغه تذکرې چې ویشل کیږي د مشخص مسلسل نمبر څخه پرته دي او په کتابجه کې د ټاکلې کس د پیداکولو طریقه داسي ده چې د ۱۵۰۰ کسانو په لیست کې به یې لټون کوي چې دا کار وخت نیسي او هم درغلۍ ته لاره جوړوي.
یو بله نیوکه چې صالح کړیده دا ده چې په هغه ساحاتو کې چې متوسط او لوړ امنیتي ننګونې موجودې وي طالبان د یوې ورځې لپاره پکې دیموکرات کیږي او د رای اچونې صندوقونه د قومي مشرانو کورونو ته لیږل کیږي او وروسته له څو ورځو څخه بیرته راوړل کیږي دا پخپله د پراخې درغلۍ ښودنه کوي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي دي د ولسي جرګې ټاکنې به د ۱۳۹۷ کال د میزان د میاشتې په وروستیو کې ترسره شي او همدارنګه د لس میلیونه نویو تذکرو د ویشلو خبر هم ورکوي.
مګر کار پوهان په دې باور دي چې د ولسې جرګې ټاکنې دا کمیسیون نه شي ترسره کولای ځکه چې دوې ظاهراً خپلواک نه دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *