د ننګرهار امنیه قوماندانۍ پولیسو د تېر کال په ترڅ کې د بېلابېلو جرمونو په تور نږدې ۱۶ سوه کسان نیولي

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتي امر سمنوال حضرت حسین مشرقیوال د وري په ۸مه د رسنیز کنفرانس پر مهال وویل،د امنیه قوماندانۍ پولیسو په ۱۳۹۶یم کال کې ۱۱۳۲ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور،د اتلس بهرنیانو په ګډون ۱۷۳ تنه د دولت ضد او ترهګریزو او تخریبي کړنو په تور او ۲۵۷ تنه یې د نشه یې توکو د قاچاق په تور نیولي .
نوموړي زیاته کړه،د امنیه قوماندانۍ امنیتي او کشفي پولیسو د تېر کال په موده کې ۱۴۷ میل وسلې ۶۳۰۶۹ فیره مهمات، ۱۶۷۶۹ کیلو ګرامه چاودیدونکي توکې ، ۱۵۶۵۵ کیلو ګرامه نشه یې توکي او ۱۰۶۲ لیتره الکولي مشروبات کشف او ترلاسه کړي .
د مشرقیوال په وینا د امنیه قوماندانۍ پولیسو د ننګرهار ولایت مرکز او ولسوالیو په مربوطاتو کې د ګډو او ځانګړو دندو د اجرا پر مهال ۲۵۹ کړۍ د وسایطو ضد ماینونه ، کشف ،خنثی او له منځه وړي دي .
هغه وایي،پولیسو د ګڼ شمیر تخریبي ، تروریستي ، او جنایی پېښو د مخنیوي تر څنګ د امنیت ټینګښت او وسله والو مخالفینو د ځپلو او له منځه وړلو په موخه ۳۴۲ ګډ او ځانګړي عملیات ترسره کړي،چې پر مهال یې ګڼ شمیر وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو امر وویل، د تېر کال په موده کې پولیسو د نورو لاسته راوړنو ترڅنګ د عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو مخالفینو یو شمیر پټنځایونه، د وسلو ، مهماتو او خوراکي توکي زیرمې تخریب او له منځه وړي دي او ډیری سیمې یې د دوی له شتون څخه پاکې کړي .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *