علي احمد عثماني په خپلو افشاګرۍ څرګندونو ارګ خپه کړی دی

د افغانستان د اوبو او بریښنا وزیر علي احمد عثماني یو له هغهو کمو وزیرانو د جملې څخه دی چې د افغانستان خلک یې په نیک نوم یادوي او هغه ددې کابینې د پوهه او ګټور وزیر په توګه پیژني.

علي احمد عثماني چې تیره ورځ یې د اقتصاد د وزیر سره یو ځای د جمهوري ریاست د رسنیو په مرکز کې کنفرانس درلود،د جمهوري ریاست د رسنیو مرکز د اوبو او بریښنا د وزیر عکسونه وانخیستل او دا کار ښایي چې د اوبو او بریښنا د وزیر او جمهوري ریاست ارګ تر منځ افشاګیرۍ خپګان جوړ کړی دی.

د ټاپي پروژې په پرانیستلو کې د جمهورې ریاست ارګ د لیست څخه په رسنیو کې ددې وزیر د لرې کولو خبرونه خپاره شول او هغه خپله هم دغه مطلب تائید کړ ویي ویل” جمهوري ریاست ارګ له ما غوښتي وو چې د ټاپي پروژې د افتتاح د مراسمو لپاره به هرات ته نه ځې ددغه پروژې له لارې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته انتقالیږي”.

علي احمد عثماني وویل په پام کې وه چې د افغانستان د اوبو او بریښنا وزارت اووه نغر په څو ډلو کې د ترکمنستان د ګاز دانتقال د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته( ټاپي) پروژې د کار د شروع کولو پر وخت شتون ولري مګر پاتې ټول کسان لاړل او ماته اطلاع راورسول شوه چې ته نشې کولای چې هرات ته لاړ شې. عثماني زیاته کړه تر وروستې ورځې پورې د جمهورې ریاست له دفتر څخه اطلاع رارسیدلی وه چې تاسې نه شې کولای چې په دې پروژه کې ګډون وکړئ او په دې اړه هیڅ دلیل ماته ونه ویل شو.

عثماني په دوام کې وویل چې مسئله دا ده چې ټاپي افتتاح شوه او ۵۰۰ کیلوولټ پروژې تړون لاسلیک شو ،دا مهمه ده. حکومت ددې په ضمن کې چې دقدرت په تمرکز کې یې د حکومت څخه شکایت وکړ ویي ویل د غضنفر ګروپ پروژه او د افغانستان په شمال کې د ګازو څخه د بریښنا د تولید پروژه چې قراردادیان یې ډیر وخت دې ته انتظار وو چې وزیر یې باید امضا نه کړي” تر څو چې زه په یوه سفر لاړم او معین مې هغه امضا کړې.

د افغانستان د اوبو او بریښنا وزیر وویل د قندهار ولایت د لمریزې بریښنا د دقرارداد څخه د رسنیو له لارې خبر شو چې قراداد یې امضا شوی دی. محترم عثماني وویل: دا مهمه نه ده چې دغه پروژې دې زه امضا کړم. مهمه داده چې دغه ونه ځنډیږي،لکه دولت دې ته منتظر پاتې شي چې زه ساحې ته لاړ شم او خپل صلاحیت بل چا ته ورکړم چې تر څو قرارداد امضا کړي.

هغه وویل د افغانستان د تدارکاتو ملې ادارې صلاحیت دی د هغې ددندې د لایحې څخه زیات دی. همدارنګه تمه وه چې د بریښنا ۱۹ بندونه په افغانستان کې جوړ شوي وای د ۱۸ میاشتو څخه راپدیخوا تر اوسه پورې معلوم نه دی.

ددې ادعاګانو څخه چې د ملې وحدت یو برحاله وزیر یې کوي باید جمهورې ریاست،اجراییه ریاست او په دې قضیو کې داخل کسان باید ځواب ورکړي او ووایي چې دا ټول تعصب د یوه وزیر سره د څه په خاطر دی. د ملې وحدت حکومت د کار د شروع څخه په تعصب،کار ماتولو،په یوې نقطې باندې د قدرت او فساد تمرکز او په هیواد کې د بحران په رامنځته کولو تورن دی.

د سمنګان د والي لري کول،د استاد عطامحمد نور لرې کول،د جمهورې ریاست د ارشد مشاور احمد ضیا مسعود لرې کول،د جنرال دوستم تبعیدول ترکیې ته او لسګونه نور هغه موارد دي چې خلک یې په دې حکومت بې باوره کړي دي. له یوه پلوه په ارګ د قدرت تمرکز او د اکثرو قراردادونو امضا په خپلو نومونو او د وزارتونو څخه د اجراییه صلاحیتونو اخیستل یو د نورو کارونو څخه دی چې ارګ په دې کلونو کې سرته رسولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د حکومت اجراییه ریاست نه شې توانیدلی چې ۵% قدرت په لاس کې واخلې او جمهورې ریاست ارګ چې ظاهراً د حکومت نیمایي برخه جوړوي د ۲ او ۳ رتبې دمامورینو د مقررولو او لرې کولو صلاحیت لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *