په تخار ولایت کې د پولیسو اشتباهي ډزو د یوې ناوې ژوند واخیست

د تخار ولایت پولیسو تیره شپه ۱۲ بجې(۷ حوت) په یوه ” ریکشا” باندې په اشتباهي ډزو کې یوه ناوې د لیور سره یوځای وژل شوی ده او خواښې یې ټپي شوی ده.
د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر خاور میانه خبرې اژانس ته وویل، تیره شپه د راستول شویو معلوماتو په اساس د تالقان ښار د قزاق په سیمه کې د یوه جسد د موجودیت له امله پولیس لیږدول شوي وو چې د ساحې د بندولو څخه وروسته یوه ریکشا په چټک سرعت سره د ممنوعه ساحې څخه تیریدله،د پولیسو لارښونې ته يې پاملرنه ونه کړه چې د اشتباهي ډزو لاندې ونیول شوه.
د هغه په وینا د پولیسو د ډزو مرمۍ په ریکشا ولګیدلې چې په نتیجه کې ناوې او لیور یې وژل شوي دي او د ناوې خواښې ټپې شوي ده.
د تخار د پولیسو ویاند زیاته کړه چې پیښې سره تړلې پینځه پولیس هم نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د تخار ولایت ۶ تنه دولتي کارکوونکي د۱۳۸۰ کال کې په اشتباهې ډول د یوې کورنۍ د ناوې د وژلو په خاطر د نظامي څارنوالي لخوا نیول شوی او په محبس کې اچول شوي دي.
محراب الدین ابراهیمي- د شمالي زون خبریال

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *