د مولانا پوهنتون سکرتر په مزار شریف کې و وژل شو

د مولانا پوهنتون سکرتر د وسله والو کسانو لخوا په مزارشریف ښار کې وژل شوی دی.

د مولانا پوهنتون سکرتر محمد بشیر جمالی خپل کور ته نږدې د ناپیژانده وسلوالو لخوا وژل شوی دی.

د بلخ ولایت د پولیسو ویاند شیرجان دراني خاور میانه خبرې اژانس ته ومنله چې نوموړی تیره ورځ( د حوت ۵) وژل شوی دی. د بلخ د پولیسو ویاند په دې اړه نور جزیات وړاندې نه کړل.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې یو وسلوال کس چې د درې ځوانو انجونو د تښتولو قصد یې لرو د پولیسو سره په جګړه کې ووژل شو او یو بل تن یې په ټپي حالت کې نیول شوی وو.

د مزارشریف د ښار اوسیدونکي په دې وروستیو کې د غیر مسؤله وسلوالو د زیاتیدو له وجې اندیښمن شوي دي. محراب الدین ابراهیمي- د شمالي زون خبریال

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *