د مخورو سره ملې او مشورتي بحث”د عطامحمد نور په کوربه توب په بلخ کې ترسره شو

نن ورځ یکشنبه ( د کب ۶)” د مشرانو سره مشورتې بحث” د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور په کوربتوب په مزار شریف ښار کې ترسره شو.

په دې پروګرام کې چې د هیواد یو شمیر سیاسې او علمي څیرو پکې ګډون درلود،محترم عطامحمد نور په خپلو خبرو کې وویل: د ارګ د خپل سرې اقدام په مقابل کې دده ودریدنه د بلخ د ولایت د چوکۍ لپاره نه ده.

هغه زیاتوي:زه په داسې حال کې چې د بلخ قومونو او مذاهبو د مساوي حقوقو او د هغوې د ښیګڼو تامینولو ویاړ لرم” محترم نور وایي په ملې سطحه خپلې غوښتنې سرته رسوي او د لاسته راوړنو غوښتنې او د عدالت مطالب د خپلو خلکو لپاره غواړي.

د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند اجرایه ریس زیاته کړه چې ځینې کړۍ د افغانستان په اساسې قانون کې په لاسوهنې سره د افغانستان په خلکو یو سخت نظام تحمیل کوي،د هغه په باور د افغانستان متمرکز او انحصار غوښتونکی حکومت د هیواد د ټولو خلکو د خاورې او وینې ته د راییستلو عامل دی.

دبلخ مخکنې والي د ملې وحدت حکومت په نظام کې د اصلاحاتو په راوستلو تاکید وکړ هغه زیاته کړه،د حکومت په مقابل کې دده ودریدل داصلاحاتو د راوستلو د تمثیلولو د فرصت،د ټولو هیوادوالو دوستې،د مساواتو او ملې مشارکت لپاره دي.

دغه لویه ناسته په داسې حال کې په لار اچول شوي وه چې د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور د لرې کولو پرسر د ارګ او بلخ ترمنځ تشنج اوس هم دوام لري. همدارنګه ویل کیږي چې یوه الوتکه چې د عطامحمد نور میلمانه پکې وو د مرکزي حکومت له لوري ورته د مولانا جلال الدین محمد بلخي په هوایي میدان کې د کیناستلو اجازه ورنکړل شوه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *