د ولسمشر غني ساتونکی په کابل کې و وژل شو

تیره شپه لس بجې ( کب ۷) پولیسو یو جسد پیدا کړ چې په سر او تن باندې د برچې په وسیله وهل شوی وو او له منځه وړل شوي وو،د وژل شوي کس کورنۍ وایي چې حمید کراماني د ولسمشر ساتونکی وو او د هرات څخه راستون شوی وو چې دغه پیښه رامنځته شوه.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي ددغه پیښې د تائید ترڅنګ وویل چې پولیسو د شپې په لسو بجو د کارته چهار په سیمه کې د مخابراتو په کوڅه کې یو جسد پیدا کړ چې د لومړنیو مالوماتو له مخې قتل د برچې په واسطه په یوه بل ځای کې ترسره شوی او جسد یې دې ځای ته راوړل شوی دی.
د کراماني نژدې ملګري ذبیح الله شادان خاورمیانه خبرې اژانس ته وویل چې حمید کراماني د ولسمشر ساتونکی وو او تیره ورځ د ولسمشر سره یو ځای د هرات څخه راستون شوی وو.
شادان د خبرو په دوام وویل کابل ته له رسیدو وروسته یو کس کراماني سره اړیکه ونیوله چې د کارته چهار لوري ته راشي،او پولیس ددغه شخض په لټه کې دې چې کراماني یې خپلې خوا ته غوښتی وو.
شادان همدارنګه وویل چې کرامني د برچې په وسیله په سر،سینه او د وجود په نورو برخو وهل شوی وو او جسد یې په ډیر بد وضعیت کې پولیسو ته رسیدلی دی.
په دې وروستیو کې په کابل کې د مشهورو اشخاصو وژل کیدنې زیاتې شوي دي او دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت همهاله د اصلاحاتو خبرې کوي.
د فامیلې فروشګاه مالک بشیر عظیمي ،په کارته ۳ کې د برادران نظري ورزشي ټولنې مسؤول هاشم نظري،د سیلو په سرک د څو نفرو د وژل کیدل او په کابل ښار کې د سوداګرو اختطاف وروستې حد ته رسیدلي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *