شمالي کوریا د ملګرو ملتونو د سازمان منشي ته د امریکا د نوکر خطاب وکړ

شمالي کوریا د ملګرو ملتونو د سازمان عمومي منشي ته د ملتونو د امنیت شورا د سازمان لخوا د وضع شویو بندیزونو په سبب د ” متحده ایالاتو په نوکرۍ” تورن کړ.
د ملګرو ملتونو د سازمان عمومي منشي آنتونیو ګوترش مخکې ویلي وو چې دغه بندیزونه په پیونګ یانګ باندې د فشار راوړلو لپاره حیاتي رول لوبوي.
دخاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د شمالې کوریا استازي د یوې اعلامیې په نشرولو سره د آنتونیو ګوترش د ملګرو ملتونو د سازمان د عمومي منشي په خبرو چې د مونیخ د امنیتي کنفرانس په جریان کې یې کړي وي انتقاد وکړ.
ګوترش په مونیخ کې په شمالي کوریا باندې فشار راوستلو او بندیزونو لګولو ستاینه وکړه او هغه یې له معنی ډک وګڼل او ویي ویل: زما په نظر په قطعي ډول لازم دي چې دغه فشار پاتي شي.
دشمالې کوریا د استازو په بیانیه کې راغلې دي:” دغه نامناسبې څرګندونې دملګرو ملتونو د سازمان د عمومي منشي د خبرو برخه نه ده یواځي ددې سبب شویده چې مونږ فکر کوو هغه د امریکا د متحده ایالاتو د نوکرۍ یوه برخه ده.”
په یاده شوې بیانیه کې ټینګار شوی دی چې امریکا د کوریا په جزیره کې په روان بحران کې ککړه ده او د پیونګ یانګ هستوي ازموینې د خپل ځان د دفاع لپاره مشروع ګڼي.
د ګوترش څرګندونې لنډې ” بې رحمه” دي او د ملګرو ملتونو عمومي منشي دې د دا ډول چلند څخه ډډه وکړي.
د امنیت شورا تیر کال د امریکا په مشرۍ په شمالي کوریا درې نوې بندیزونه ولګول چې په پیونګ یانګ فشار راوړي چې د هستوې او اتومي ازموینو لاس واخلي.اقتصادې تدابیر هم د شخړو د کمبود لپاره د پیونګ یانګ د فوځ پروګرامونه دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *