د کابل هوایې ډګر پولیس له بهرنیو مسافرینو څخه رشوت اخلي

د کابل د هوایې ډګر پولیس له خارحي میلمنو څخه د هغو خدمتونو په بدل کې د پیسو غوښتنه کوي چې په وړیا ډول دي.
د هغو اړیکو په اساس چې د تاجکستان، ایران، دوبې، امارات او یو شمیر نورو هیوادونو مسافرینو له خاورې میانه خبري اژانس سره نیولي، ویلي چې د بکسو په وړلو، د خروج په صادرولو، د مال په وزن کولو او په یو شمیر نورو تسهیلاتو د کابل هوایې ډګر پولسیو ته یې پیسې ورکړي.
زمونږ د اړیکې په اساس چې د کورنیو چارو وزارت سره مو درلوده د دې وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وویل چې داکار د ټولو مقراتو خلاف کار دی او مونږ په دې برخه کې جدي اقدام ترسره کوو.
رحیمي وړاندې وویل: مونږ له خلکو څخه غواړو چې له خپلې شته ټکنالوژې څخه استفاده وکړي د دغه ډول مامورینو غږ ثبت او یا یی هم عکس او ویډیو واخلې تر څو مونږ وکولی شو چې دا ډول مامورین په اسانۍ سره وپیژنو.
رحیمي همدارار تاکید وکړ چې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر د فساد پر وړاندې جدي مبارزه پیل کړې او ډیر ژر به دغې موضوع ته هم پاملرنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده ،چې په دولتي ادارو کې فساد اوج ته رسیدلی او همدغه امر د دې باعث شوی چې ملي وحدت حکومت نیم بند هم غرق کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *