په جلال اباد ښار کې د موټر بم چاودنې مخه ونیول شوه

چارواکي وایي،د ننګرهار ملي امنیت مؤظفینو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د روداتو ولسوالۍ په دمې غونډۍ سیمه کې له چادیدونکو توکو ډک هغه موټر ونیو، چې په جلال اباد ښار کې د موټر بم چاودنې په موخه برابر شوی وو.
د خاورې میانه خبري اژانس د خبر له مخې د دې ولایت د والي ویاند عطالله خوږیاڼي د سلواغې په ۲۴مه د مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې وویل،د وسله والو طالبانو اړوند حقاني شبکې پلان درلود،چې د یوې کرولا ډوله موټر په وسیله په جلال اباد ښار کې پر یوې مهمې ادارې لومړی موټر بم او وروسته ځآنمرګي بریدونه ترسره کړي .
هغه زیاته کړه،د ملي امنیت مؤظفینو د ځآنګړو عملیاتو په ترڅ کې د چادونې په موخه برابر شوی له چاودیدونکو توکو ډک موټر د روداتو ولسوالۍ په دمې سیمه کې کشف او په چاودنې ورکولو سره یې په جلال اباد ښار کې د خونړۍ موټر بم چاودنې مخه ونیوله.
د والي ویاند په وینا په یاده موټر کې د دوه نیم سوه کیلو ګرامه په شاوخوا کې له چاودیدونکو توکو ډکې ۱۲ بوشکې، د راکټ اته مرمۍ، یو شمېر لاسي بمونه، مزي او نور مهمات ځای پر ځای شوي وو،چې د ملي امنیت مؤظفینو له لورې ورته چاودنه ورکړل شوه .
خوږیاڼی وایي،د ملي امنیت مؤظفینو په تېرو څو ورځو کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې کونړ ولایت لپاره د داعش ډلې د وسلو او مهماتو لیږدونکی او د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو لیږدونکي په ګډون ۱۲ داعش وسله وال، اتلس وسله وال طالبان او لس تنه انسان تښتوونکي نیولي،چې ټول نیول شوو کسانو پخپلو جرمونو اعترافونه هم کړي .
د تېرو دوو اونیو په ترڅ کې په ننګرهار کې د انسان تښتوونو د ټولو پېښو مخنیوی شوی،خو د جنایي پېښو د مخنیوي په موخه د ګډو کورنیو ځواکونو هڅې جریان لري .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *