ننګرهار څخه کونړ ته د داعش ډلې د اکمالاتو د لیږد مسؤل ونیول شو

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي خاورې میانه خبري اژانس ته وویل د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار د اتمې ناحیې په مربوطاتو کې د ملي امنیت منسوبینو له لورې ننګرهار څخه کونړ ولایت ته د داعش ډلې د اکمالاتو د لیږد مسؤل ذبیح الله ونیول شو.
د خوګیاڼي پر وینا د داعش ډلې د اکمالاتو مسؤل ذبیح الله پخپلو جرمونو اعتراف کړی او زیاته کړې ده، څو ځله یې ننګرهار څخه کونړ ولایت ته د بېلابېلو لارو څخه وسلې لیږدولي .
هغه زیاته کړې،د تېر یو کال راهیسې د داعش په لیکو کې ننګرهار څخه کونړ ته د داعش ډلې د اکمالاتو د لیږد د مسؤل په توګه ټاکل شوی دی .
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ هم د ملي امنیت مؤظفینو له لورې لغمان څخه ننګرهار ته د وسله والو طالبانو د وسلو را لیږدونکی عبیدالله چې مشهور په جابر وو،نیول شوی وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *