د عربستان ښځې نور د ټول ځان د پټولو په موخه په حجاب کولو مکلفې نه دي

د عربستان د علماو شورا ارشد غړي شیخ عبدالله المطلق ویلي : چې ښځینه په دې هیواد کې د ټول بدن د پټولو په موخه له کور څخه د باندې په حجاب کولو مکلفې نه دي .
د خاورې میانه خبري اژانس د راپور له مخې له ګاردین څخه په را اخیستنه (شیخ عبدالله المطلق د جمعې په ورځ ( د دلوې په ۲۰ نیټه ) له یوه تلویزیون سره په خبرو اترو کې ویلي دي : له ۹۰ سلنه زیاتې مسلمانې ښځې په اسلامې نړۍ کې ( سنتي حجاب ) ته لاس رسی نه لري .
نوموړي همدا راز زیاته کړې نو په همدې سبب مونږ نه باید په سنتي حجاب کولو خلک مجبوره کړو .
دا چې تر اوسه پورې د عربستان دولت په دې برخه کې نظر نه دی څرګند کړی ، مګر د ګارډین د ګزارش پر بنا چې د المطلق نظر په ټولنیزو رسنیو کې د ډیرو غبرګونو نو سره مخ شو . یو شمیر نورو علماو چې د دغې بیانې څخه ملاتړ کړی دی .
د عربستان د قوانیو مطابق ، ښځې مکلفې دي چې په عمومي ساحو او سیمو کې همیشه سنتي حجاب سره خپل ځانونه و پوښي .
دا په داسې حال کې ده چې د عربستان شاهزاده محمد بن سلمان په دې ورستیو کې د یو شمیر قوانینو په تغیر کولو کې لاس پورې کړی دی له دې جملې څخه د ښځو د موټر چلو لو د جواز صادرول ، ورزشي مرکزونو ته تلل او لسګونه نور حقونه چې ښځو ته یې ورکړي دي .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *