ښاریان له کابل څخه په بلخ کې د زیات امنیت احساس کوي

تیره اونۍ خاورې میانه خبري اژانس د بلخ ولایت او دکابل د امینت په تړاو نظر پوښتنه په لاره اچولې وه چې د ټولنیزو شبکو کاروکونکو په کې خپله رایه کارولې ده او ویلي دي چې د افغانستان زیات شمیر اوسیدونکي په بلخ کې د خوندي امنیت احساس کوي .
په دغه نظر پوښتنه کې ۵۴۸ تنه د خاورې میانه خبري اژانس کارونکو ګډون کړی و ، چې د دې له جملې څخه ۱۶ سلنه خلکو رایه ورکړې چې په کابل کې د امنیت احساس کوي ، اود دغه ګډونکونکو څخه ۸۴ سلنه نورو خلکو ویلې چې په بلخ کې دخوندي امنیت احساس کوي .

د کابل ولایت په دې اخرو کې د استخبارتو په لومړۍ کرښه بدل شوی دی او د ښار په هره څنډه کې خلک ترور کیږي ، غیر مسول وسله وال په ښار کې په ازادانه ډول تګ راتګ کوي او د تورو ښیښو درلودونکي او بې نمبر پلیټه موټر د ښارپه هره برخه کې تر سترګو کیږي .
په کابل کې تیره یوه میاشت کې څو ځانمرګي بریدونه ترسره شول چې په پایله کې یې ۱۵۰ تنه و وژل شول او له ۲۰۰ تنو څخه زیات ټپیان شول حتې تر دې پورې چې دا هر څه او دغه نا امني د کابل او افغانستان د امنیتي ځواکونو د ابرو د ختمیدو او له منځه تل سبب شو .
دا په داسې حال کې ده چې تیره میاشت د کارتې نو په سیمه کې دوه تنه د نا معلومو وسله والو له لورې ووژل شول چې بشیر عظمي د یوې فامیلې دوکان مسول هم په دغو ترورونو کې شامل و .
همدا راز په تیره اونۍ کې د ۵ حوزې په سیمه کې څو تنه داخل د یوه موټر کې ترور شول .
دا ټولې نا امنیانۍ په کابل کې وجود لري ، مګر ولسمشر یو انجینر د کورنیو چارو وزیر ټاکلی او د کابل امنیه قومندان د ادارې سرپرست کوي .
ندیم پارسینا

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *