يو انسان تښتوونکی په چادرۍ کې ونيول شو

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼي له خاورې میانه خبري اژانس سره په خبرو کې وویل: د ننګرهار ولايت بهسودو ولسوالۍ کې د لعل اغا په نوم يو انسان تښتونکی په چادرۍ کې ونيول شو.
د خوګیاڼي پروینا چې نیول شوی شخص د انسان تښتونې په ګڼو قضيو کې لاس لري.
ياد تن د ملي امنيت رياست له لوري په داسې حال نيول شوی، چې غوښتل يې په چادري کې له سيمې تېښته وکړي.
دغه راز په ورته وخت کې ملي امنيت ادارې له لوري د دې ولايت سره رود ولسوالۍ کې د عبدالله او محمد هلال په نومونو دوه وسله وال طالبان نيول شوي، چې په ياده ولسوالۍ کې يې تخريبې کړنې تر سره کولې.
نيول شوي کسان دا مهال تر پوښتنو لاندې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *