په جوزجان ولایت کې ۲۸ داعش جنګیالي وسله والو و وژل شول

د افغانستان په شمال کې امنتي چارواکي وایې ، د امریکایې ځواکونو په مشرې او د امریکي ځواکونو په هوایې حملو کې چې تیره ورځ د درازب ولسوالۍ په سردې سیمه کې د داعش وسله والو جنګیالیو په پټنځاینو ترسره شوي دي د ۴ تنو ازبکستانیانو په ګډون ۲۸ داعشیان وژل شوي دي .
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایې خاورې میانه خبري اژانس ته وویل : دغه حمله تیره ورځ سه شنبه ( ۱۷ د دلوې ) د امریکا د ( بي ۵۲ ) الوتکو له لورې ترسره شوې چې په پایله کې یې ۲۸ داعشیان وژل شوي او ۹ تن ننور ټپیان شوي دي .
له بلې خواو د جوزجان ولایت دوالي ویاند محمد رضا غفوري وایې د سردې په سیمه کې چیرته چې دغه هوایې حمله ترسره شوې د دغې ډلې زندان او روزنیز مرکز شتون درلود .
دهغه پر وینا د دغې حملې وروسته له دغه زندان څخه یو تن زنداني په تیښته بریالی شوی او له امنتیي ځواکونو سره یو ځای شوی ، د دغه زنداني د هویت په اړه تر اوسه معلومات شتون نه لري .
د دغو چارواکو پروینا په دغو حملو کې ملکي وګړو ته کومه مرک ژوبله نه ده اوښتې .
دا په داسې حال کې ده چې په روانه اونۍ کې امریکايې چارواکو په افغانستان کې اعلان وکړ چې د ( بي ۵۲ ) بمونو څخه په استفادې خپلو هوایې حملو ته په افغانستان کې زیاتوالی ورکړی دی .
محراب الدین ابراهیمي – د شمالي زون خبریال

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *