په بغلان ولایت کې په یوې ترافیکې پیښه کې ۸ تنه ټپیان شول

د یوه مسافر وړونکو ټونس ډوله موټر او د نفت ویستونکي له یوه عراده موټر سره د جنګیدو له امله چې اورلیګدنه هم په کې رامنځ ته شوې په پایله کې یې ۸ تنه چې ښځینه هم په کې شاملې دي زخمیان شوي دي .
د بغلان ولایت د ټرافیکو مدیر محمد نبي وایې : د غه پیښه نن سهار ۸ بجې ( شنبه د لوې ۱۷ ) د دوشي ولسوالۍ په سنګ سوراخ سیمه کې د کابل بغلان د لویه لارې ته څیرمه رامنځ ته شوې ده ، چې د نفتو د کښولو موټر له بغلان څخه د کابل په لورې روان و او ټونس موټر د دوشي ولسوالۍ څخه د پلخمري ښار په لورې روان و .
د بغلان د ترافیکو مدیر خاورې میانه خبري اژانس ته وویل ، د دغو دوو موټرو تر جنګیدو وروسته د نفت کښولو موټر اور اخیستی چې په پایله کې یې دوه تنه زخمیان شوي دي .
مګر د بغلان ولایت د عامې روغتیا له روغتون څخه یوې سرچینې خاورې میانه خبري اژانس ته ویلې د دغې پیښې ټپیان ۸ تنه دي چې ۴ ښځې او ۴ نارینه دي .
د دغې سرچینې پروینا د دغې پیښې ۶ تنه ټپیان د دوشی ولسوالۍ کلینک ته وړل شوي او د ۲ تنه ټپیان د بغلان ولایت د پلخمرې ښار ته را وړل شوي چې روغتیایې حالت یې د ډاډ وړ دی .
دا په داسې حال کې ده چې ۶ ورځې وړاندې د بغلان ـ پلخمرې په لاره د پولیسو د یوه رنجر او د مسافرو د سراچې موټر د ټکر له امله ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *