انساني ناورین؛ د فاریاب ولایت د کوهستان د ولسوالۍ اوسیدونکي د خوړوله کمښت سره مخ دي

د فاریاب ولایت د کوهستان ولسوالۍ اوسیدونکي وایې ، د وسله والو طالبانو د دې ولسوالي په مرکز د حملې د اوږدیدو له امله د خوراکي توکو له زیات کمښت سره مخ دي .
عبدالسلام چې د دې ولسوالۍ اوسیدونکی دی له خاورې میانه خبري اژانس سره د خبرو پرمهال وویل : د یوې میاشتې راپه دې خوا دوسله والو طالبانو حملې په دې ولسوالۍ جریان لري ، ټولې هغه لارې ، چې کوهستان ولسوالۍ ته غزیدلې دي دوسله والو طالبانو له لورې بندې شوي دي .
نوموړی وایې : په دومره وخت کې خلکو خپل ذخیره کړي خوراکي توکي پای ته رسولي او اوس چې کوم خوارکي توکي ډیر په ستونزه پیدا کیږي نرخونه یې څو چنده لوړ شوي دي .
د کوهستان د ولسوالۍ د اوسیدونکو پروینا په دې ورځو کې ، یوه بوجۍ ۲۰ کیلو ګرامه وریجې په ۲۵۰۰ افغانۍ ، یوه بوجې اوړه ۴۵ کیلو ګرامه ۲ زره افغانۍ ، یوه کیلو بوره ۹۰ افغانۍ ، یوه قطعې غوړي ۱۶ لیټره ۱۸۰۰ افغانۍ په ډيرې ستونزې سره ترلاسه کیږي .
په داسې حال کې چې یوه بوجې وریجې ۲۰ کیلو ګرامه ۱۷۰۰ تر ۱۷۵۰ افغانۍ ، یوه کیلو بوره ۵۰ افغانۍ ، یوه بوجې اوړه ۴۵ کیلو ګرامه ۱۱۰۰ افغانۍ او یوه قطعې غوړي ۱۶ لیټره ۱۲۰۰ افغانۍ د هیواد په ښارونو کې پلورل کیږي .
همدارنګه هغوې زیاتوي ، د هوا په سړیددو او د زیاتې واورې د وریدو له امله د حیواناتو واښه هم پای ته رسیدلي او نه پیدا کیږي .
د کوهستان ولسوالۍ امنیه قومندان ناصر خان له خاورې میانه خبري اژانس سره د خبرو پر مهال په دې ولسوالۍ کې د خوراکي توکو د نرخونو لوړ والی او د خوراکي توکو کمښت تاید کړ .
نوموړي زیاته کړه د ورستیو درې ورځو راهیسې دزیاتې وارې ورښت او د خوراکي توکو تمامیدل شاید چې خلک له بشري ناورین سره مخ کړي .
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو د تیرې میاشتې / د جدي په ۸ نیټه د خپلو ډلیزو حملو په ترڅ کې د دې ولسوالۍ مرکز ته نږدې سیمې نیولې دي او له یوې میاشتې راهیسې هره ورځ ډلیزې حملې او راکټي بریدونه ترسره کوي .
د دې ولسوالۍ امنیه قومندان وایې ، د ۲۰ ورځو راهیسې کمانډوي ځواکونه سیمې ته استول شوي د طالبانو پروړاندې له معمولي اقدام ورورسته د ( قلعه ) په سیمه کې ځای په ځای او غلي پاتي شي .
دکوهستان ولسوالۍ ، د لوړ امنیتي تهدید لاندې ده او سله والو طالبانو له دووکلونو راهیسې مرکز ته له دې ولسوالۍ څخه تللې لارې تړلې دي .
محراب الدین ابراهیمی-د شمالي زون خبریال

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *