امریکا د اروپا دګاز و په بازار کې د روسې د لرې کولو په هڅه کې ده

د الجزیرې ( د الشروق ) ورځپاڼې لیکلي ، چې امریکا د خپلو مخکنیو هڅو په دوام د روسې له خوا د اروپا د ګازو په بازر کې له ناکامې او انحصار وروسته ، دې ته غاړه کیښوده دګازو د صادرو لو له پاره یې له الجزایر او له یوشمیرو نور اروپایي هیوادونو سره تړون لاسلیک کړ .
د خاورې میانه خبري اژانس د خبر له مخې ، د امریکا یوه چارواکي ( ساندرا اودکرک ) په هیوستون کې د امریکا او الجزیرې د انرژې په دوهمه ناسته کې ویل : په نوي او تازه ډول د انرژې د امنیت پیاوړي کول او د هغو د سرچینو دامریکا او لجزیرې یو مشترک اقدام شمیرل کیږي .
اودکرک په داسې حال کې چې په یوه هیواد او یا په یوې انرژې د امنیت او ا قتصاد تکیه کول ستونزمن کاردی وایې ( د اروپا زیاتره هیوادونه د روسې په ګازو تکیه لري ، له بلې خوا الجزیره هم د اروپا انرژي د پاملرنې وړه برخه جوړه وي او مونږ هغه یو له باوري شریکانو ګڼو ، چې په اروپا کې د انرژې سرچینې له مختلفو کولو سره مرسته کوي او له بلې خوا امریکا ، الجزیره د دې له پاره هڅوي تر څو اروپا او دنړۍ نورو هیوادونو ته صادارت وکړي )
د غه امریکایې چارواکی زیاتوي ، چې اروپایې هیوادونه د انرژې د امنیت د لارې د تصمین په برخه کې په هڅه کې دي په دې لحاظ د هغو هیوادونو له پاره چې انرژې صادروي زیات شرطونه وضع کوي .
الشرق وړاندې لیکلي : امریکا په دې هڅه کې ده چې شرقي او مرکزي اروپا ته مایع ګاز صادر کړي چې البته د غه سیمې تر ډيره د روسې په ګازو تکیه لري .
اوس مهال د امریکا ۵۰ نفتي شرکتونه په الجزیرې کې فعالیت لري او دغه شرکتونه زیاتره د نفتو د زیاتوالي په برخه او د هغوې تولید کې فعالیت لري .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *