په بلخ او بغلان ولایتونو کې د څو تروریستي حملو مخه ونیول شوه
د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویلي دي ، چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د یولړ عملیاتو په لړ کې ۵ تنه تروریستان نیولي دي .
د خاورې میانه خبري اژانس د خبر له مخې : د ملي امنیت ریاست په خبر پاڼه کې راغلي چې د غو نیول شو کسانو پلان درلود ترڅو په بلخ او بغلان ولایتونو کې یو شمیرې تروریستي حملي ترسره او په لاره واچوي .
د دې خبر پاڼې له مخې چې د غې پنځه کسیزې تروریستي ډلې څو ځلې د حملو د هماهنګ کولو او مشورو په موخه د بغلان ولایت په دهنه غوري سیمه کې سره راټولیدنه کړې وه .
په دې خبر پاڼه کې ویل شوي چې ۳ تنه له دغو تروریستانو په بغلان ولایت او ۲ تنه نور یې په کابل کې نیول شوي دي .