د افغانستان په شمال کې هوایې عملیاتو بیا هم قرباني واخیسته

د فاریاب ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په هوایې بریدونو کې چې د وسله والو طالبانو په پټنځایونو یې ترسره کړي دي ملکي وګړو ته په کې تلفات اوښتي دي .
د فاریاب ولایت د ولایتي شورا غړي عبدالاحد ایلبیک خاورې میانه خبري اژانس ته تایید کړه چې په هغه هوایې حمله کې چې نن له غرمي وروسته ( ۱۱ دلو ) د شباختوم په سیمه کې ترسره شوی ده ۸ ملکي وګړي ټپیان کړي دي ، چې د فاریاب ولایتي روغتون ته انتقال شوي دي .
ایلبیک وایې : هوایې ځواکونو اراده درلوده چې د طالبانو پټنځایونه د توغندیز برید لاندې راولي ، چې دغه توغوندي د عامو خلکو په کورونو لګیدلي دي .
په عین حال کې د سیمې خبریالانو خبر ورکړی چې په دغه حمله کې ۴ ملکي وګړي چې ښځې ا و ماشومان په کې شامل دي وژل شوي دي او د دغې پیښې ټپیان هم کوچنیان او ښځینه دي .
له پرله پسې هڅو چې کوشش مو وکړ خو د فاریاب پولیسو په دې برخه کې مونږ ته جزیات رانه کړل .
همدارنګه ویل کیږي ، چې څه موده وړاندې د افغان او نړیوالو ځواکونو ګډ هوایې عملیات ترسره شوي ،دوې اراده درلوده ، چې په کندز ولایت کې د طالبانو پټنځایونه بمبار کړي چې له امله یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوختي ده .
محراب الدین ابراهیمی- د شمالي زون خبریال

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *