وسله وال طالبان : امریکا د افغانستان پریښودلو ته اړ باسو

د طالبانو ویاند د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د مرستیال د هغو خبرو په غبرګون کې چې د ملګرو ملتونو د ملل متحد په ټولنه کې یې ترسره کړې وې ومنله ، چې امریکا په افغانستان کې د جنګ او جګړو د زیاتوالي په هڅه کې ده او مونږ هغوې دې ته اړ باسو تر څو دغه هیواد پریږدي .
د خاوری میانه خبري اژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ( جان سالیوان ) د ملل متحد د ټولنې د امنیت شورا په ځانګړې ناسته کې د افغانستان په برخه کې نظر روښانه کړ ، وویل چې باید متحد او کلک مشترک تعهد د وسله والو طالبانو پروړاندې وښایو ، چې د جنګ په میدان کې هیڅ شی لاس ته نه شي راوړلی .
نوموړي تاکید کړی وه که چیرته وسله والو طالبانو د افغانستان له حکومت سره خبرو کولو ته زړه ښه کړ نو د دې ډلې منزوي کولو ته به هڅې وکړو .
د وسله والو طالبانو ویاند ( ذبیح الله مجاهد ) د یوې اعلامې په خپرولو سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال د څرګندونو په اړه خپل غبرګون اعلان کړی ، چې په افغانستان کې د زور سره سیاست کومه پایله نه ده ورکړې . او په راتلوونکې کې به یې هم ورنکړي .
نوموړي زیاته کړه ، چې د جنګ په میدان کې سره له ناکامیو ، د زور خبرې او د فشارونو عمل دا موضوع په ګوته کوي ، چې یا خو امریکا له واقعیتونو څخه په درسته مانا نه ده پوه ، او یا هم په دغه هیواد کې د جنګ او جګړو د زیاتوالي له پاره هڅه کوي ، ترڅو په سیمه کې خپلو هدفونو ته ورسیږي .
مجاهد دغه هیواد د نړۍ له نورو سترو پیاوړو هیوادونو سره د سیالۍ ته په اشارۍ تاید کړه ، چې واشنګټن سیمه د جنګ او جګړو د زیاتوالي لورې ته بیایې .
واشنګټن د افغانستان له پاره د پالسي تر اعلان وروسته د ټرمپ د دولت چارواکو تاکید کړی ، چې د نظامي فشارونو او کړنو له مخې به وسله وال طالبان د افغانستان له دولت سره سولې کولو ته اړ باسي .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *