د پاکستان د تحریک انصاف بیرغ په کندز کې

افغان امنیتي ځواونو په پاکستان کې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف بیرغ د کندز ولایت په چهارده ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له پټنځایونو څخه ترلاسه کړی دی .
د کمانډو د لومړۍ لوا ویاند جاوید سلیم خاروی میانه خبري اژانس ته وایې : افغان امنتي ځواکونو تیره ورځ ( ۳۰ جدي ) د کندز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ د سجاني په سیمه کې ، د وسله والو طالبانو له یوه مهم اوسیدوځای څخه د پاکستان د تحریک انصاف بیرغ په لاس راغلی دی .
د افغانستان په شمال شرق کې په داسې حال کې د پاکستان د تحریک انصاف بیرغ د وسله والو طالبانو له پټنځایونو څخه ترلاسه کیږي ، چې په ۲۰۱۱ کال د دغه حزب مشر عمران خان په افغانستان کې جهاد روا ګڼلی و( فتوه ورکړې وه ) .
محراب الدین ابراهیمي د شمال زون خبریال

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *