د کابل د امنیت د ساتلو مسول څوک دی ؟

د افغانستان پلازمینه کابل ، هغهه ښار دی چې له ۵ میلیون څخه زیات وګړي لري . د غه ښار د کلوونو راهیسې د نا امنیو شاهد دی او هیڅ څوک د کابل د ښار د امنیت مسولیت په غاړه نه اخلي ، د افغانستان د سر اعلی قومندان څخه پیل د کورنیو چارو وزیر ، د دفاع وزیر د ملي امنیت ریس او د کابل ښار امنیه قومندان پورې هیڅ یو هم د کابل په نا امنیو کې خپل ځان مسول نه ګڼي .
غریبي ، نا امني ، ځان وژونکې حملې ، بې کاري او غلاوې هغه ستونزې دي چې د کابل ښار اوسیدونکي ورسره لاس او ګریوان دي . او نورې ستونزې چې د کابل ښار اوسیدونکي یې لري ، د هوا ککړتیا ، د ښاري ترانسپروتي سهولت نه شتون ، د لارو بندښت ، دولتي او شخصي ودانیو ته نږدې د کانکریټي موانع او د دغه ښار شکل بدلیدل په یو زندان او د یوې نظامې هډې په شکل د دغه ښار اوسیدونکي له دغه حالت څخه ډیر ستړي شوي دي .
هر کله چې په دغه ښار کې کومه انتحاري حمله ترسره کیږي ، د ارګ او د اجراییه ریاست ویاندویان دغه حملې غندي او وایې چې دښمن زمونږ له امنیتي ځواکونو سره په جنګ کې ماتې خوړلې او اوس یې ځان وژونکو حملو ته مخه کړې ، چې ښاریان د د غو خبرو څخه هم ستړي شوي دي .
هر کال د ملي امنتي ادارو لګښتونه میلیونونو ته رسیږي ، مګر د غه ادارې د کابل ښار د امنیت د ساتلو په موخه نه کومه طرحه او نه هم کومه ستراتیژي لري ، فقط په یوې سیمه کې د یوې چاودنې او ځان وژونکي حملې وروسته د کورنیو چارو وزارت ویاند د وژل شوو او ټپیانو شمیره نشر کړي او نورې امنیتي ادارې چوپې دي .
په همدې حساب د کابل ښار اوسیدونکي یوازې د ژوندي پاتې کیدو له پاره باید چاته او چیرته ورشي ؟
هغه کارونه چې امنیتي ځواکونه یې ترسره کړي له وسه یې پوره نه دي ، خلک په مسجدونو ، کورونو ، سرکونو ، هوټلونو او … په هیڅ کوم ځای کې خوندي نه دي ، چې دا دافغانستان خلکو له پاره یو پروژه ده چې دا دهمدې سبب شوی چې له افغانستان څخه پیسې تیښته وکړي . درس ویونکي بهرنیو هیوادونو ته ولاړ شي کابل ښار به د روحونو په ښار بدل شي ، د ولسمشرۍ ارګ او امنیتي ادارې دهغو ځان وژونکو د حملو په مقابل کې چې په کابل کې رامنځ ته کیږي سیمنټي دیوالونه نور هم زیات کړي د دوې لارې به نورې هم پراخې شي دا چې خلکو ته به څه پیښږي او له کومو ستونزو او خنډونو سره به مخ شي هیڅ څوک هم نه پوهیږي !
وروستۍ حمله چې په انټر کانیننټال هوټل ترسره شوه ، چې ۱۴ ساعته یې دوام وکړ او په دې ۱۴ ساعتونو کې د افغانستان عزت او ابرو ته صدمه ورسیده یوه دا چې یو هوټل ځان وژونوکو تر حملې لاندې ونیوه ، چې اکثره دې هوټل ته بهرنیان ورځي . او دغه هوټل نسبت ښکلی پرمخ تللی دولتی هوټل دی ، چې د حملي هدف وګرڅید هغه پرګرام چې په دغه هوټل کې برابر شوی و ، او هغه میلمانه چې په دې هوټل کې موجود و په دې ۱۴ ساعتونو کې پرې څه تیر شول ؟ د دې حملې ځواب به څوک ورکړي ؟ د دې حملې مسولیت به کومه وسله واله ډله په غاړه واخلي ؟
دا په داسې حال کې ده ، چې څو کاله وړاندې مخکې هم دغه هوټل د ډلیزو حمله کوونکو له خوا تر حملې لاندې راغلی وه ، او د دغو حمله کوونکو خلک په مرمیو و ویشتل او هوټل ته یې اور ورته کړ ، دا دې سبب شو چې ډیر وخت خلک د ې هوټل ته له ورتلو کرکه او نفرت وکړ ، په دې کلونو کې چې هغه حمله د خلکو له ذهن څخه وتلی وه مګر د تیرې شپې د حملې د ترسره کیدو سره به یو ځل بیا دغه حمله تر کلونو له خلکو څخه له یاده ونه وځي .
همدارنګه ویل کیږي چې درې اونۍ مخکې د انټرکانټیننټال د امنیت چارې یوې خصوصي شبکې ته په واک کې ورکړ شوې وې ، د هوټل ریس وایې چې حمله کوونکو د پخلنځي له لارې د هوټل صالونه ته ننوتي دي . اوس څوک داسې شته چې و وایې چې دا امنتي شرکت د چا دی ؟ چا د دغه هوټل د امنیت چارې یاد شرکت ته سپارلې دي ، دې ته ورته نورې زرګونه پوښتنې شاید چې د خلکو په ذهنونو کې تر عمره بې ځوابه پاتې شي!
اوس مهال له ټولو شته ستونزو چې په کابل کې موجودې دي د ارګ د حاکیمیت لمن به تر کوم ځایه ورسیږي ، د ارګ څلور خوایې ، یا ارګ او یاهم بعضې نورې دولتي ادارې ؟ څرنګه چې والي د حکومت اطاعت نه کوي، د یو ولایت یو امنیه قومندان ولسمشر هیڅ کاره ګڼي او همدارنګه هیڅ څوک په بل چا بند او واز نه دي دا ملک بې صاحبه شوی دی ، په بې سرپوخه دیګې تبدیل شوی چې د سیمې او نړۍ ټول استخبارتي جګړې په همدې وړوکي پلازمینه کې ترسره کیږي .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *