د داعش ډلې سرګروپ ملاغضنفر د طالبانو له ډلې سره یو ځای شو

د سرپل ولایت له پاره د طالبانو نام نهاده والي د ورور چې د داعش له لورې و وژل شو د دې دواړ ډلو تر منځ اختلافاتو زیاتوالی موندلی او حتی خبره جګړو ته رسیدلی ده .
د دې تاوتریخوالو وروسته د داعش ډلې یو مشهرو سرګروپ ملاغضنفر د جوزجان ولایت د رزاب ولسوالۍ کې د طالبانو له ډلې
سره یو ځای شو او جګړه د درې ورځو راهیسې پیل او تراوسه دوام لري .
د جوزحان ولایت د والي ویاند محمد رضا غفوري خاوری میانه خبري اژانس ته د دې پیښې د تاییید په تړاو وایې : په د غو نښتو کې ۸ داعشیان او ۲ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۶ داعشیان د طالبانو له خوا ژوندي نیول شوي او ۵ وسله وال طالبان ټپیان شوي دي . د نوموړي پر وینا په د غو نښتو کې ۵ تنه ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي .
غفوري زیاتوي چې اقسای ، اقبلاق ، تراغلی افغانیه ، تراغی عربیه او جواجه عرب او د رزاب ولسوالۍ وقورغ شمال غرب چقمه چقور ولسوالۍ قوش تپه سیمې چې د داعشیانو مرکزونه ول اوس د وسله واالو طالبانو لاس ته ورغلي دي .
د نوموړي په خبره اوس مهال هم د داوړو وسله والو ډلو ترمنځ جګړه د د رزاب ولسوالي د بی بی مریم او سردره په سیمو کې چې د جوزجان په ولایت کې د داعیشانو مرکزونه ګڼل کیږي دوام لري .
محراب الدین ابراهیمی-د شمالي زون خبریال

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *