ټرمپ له پاکستان سره د مرستو په اړه خپله غلطي ومنله
. ټرمپ پاکستان ترورستانو ته د پټنځایونو په برابولو تورن کړ ، کوم چې امریکا هغه په افغانستان کې څاري .
د خاوری میانه خبري اژانس د خبر له مخې : د روسیا الیوم په نقل قول ، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرامپ په خپل ټویټر کې لیکلي : د تیرو پنځلو کلونو راهیسې د امریکا متحده ایالاتو ۳۳ ملیارده ډالرو مرسته چې له پاکستان سره یې ترسره کړې د ا یوه لویه تیروتنه او حماقت دی .
.نوموړي زیاته کړه : مونږ ته اسلام آباد له درواغو او دوکې پرته نور څه نه دي راکړي دوې فکر کاوه ، چې زمونږ مشران ناپوه دي .
.ټرامپ وویل : هغه وسله والې ډولې چې مونږ یې په افغانستان کې څارو پاکستان ورته با امنه پټنځایونه برابر کړي دي . خو له مونږ سره یې مرستې ډیرې کم رنګه وې