طالبان د مرکزي بغلان په مدرسو کې ترهګریزې زده کړې ورکوي

د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ ځېنو اوسېدونکیو  ویلي، چې وسله والو طالبانو د خپل کنټرول لاندې سیمو کې مدرسې جوړې کړي او کوچنیانو او تنکي ځوانانو ته په کې د ترهګرۍ زدکړې ورکوي.

هغوی خبرداری ورکوي، که حکومت د طالبانو د دې کار مخه ونه نیسي؛ په بغلان کې به د زیاترو کوچنیانو او تنکي ځوانانو ذهنونه ووینځي او د حکومت پر خلاف به یې جګړې ته ولمسوي.

په دې اړه د مرکزي بغلان دوو تنو اوسېدونکيو عبدالشیر حسین خېل او عبدالواسع شریفي سلام وطندار ته وویل طالبانو اوس مهال په کوکچار او قیصر خېلو سیمو کې مدرسې جوړې کړي، چې په همدې مدرسو کې ځوانانو او کوچنیانو ته د ترهګرۍ زدکړې ورکول کوي.

دوی زیاتوي، چې وسله وال طالبان د شمال له لوري له پاکستانه راځي او دیني مدرسې جوړوي، چې دا کار د دوی له پاره د اندېښنې وړ دی.

د دوی پر وینا، که د طالبانو د پراخ نفوذ او دې کار مخه ونه نیول شي؛ د ډېرو کوچنیانو ذهن به بدل او د حکومت پر ضد به ودرېږي.

په همدې حال کې د مرکزي بغلان ولسوال ګوهر خان بابري د ځايي اوسېدونکیو خبرې تایيدوي او زیاتوي، په کومو ځایونو کې چې د حکومت واک نه شته؛ وسله والو طالبانو هلته مدرسې جوړې کړې دي.

د ده په خبره، چې همدا مهال په دې ولسوالۍ کې پوځي عملیات روان دي او د طالبانو دغه پوځي او روزنيز مرکزونه به وتړي.

د مرکزي بغلان اوسېدونکیو له دې مخکې هم ویلی وو، چې ځېنې مشکوکې کورنۍ د کډوالو په بڼه له پاکستانه بغلان ته انتقال شوې دي؛ خو ډېر اټکل داسې دی، چې دا کورنۍ به په داعش پورې اړوندې وي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *