لومړنۍ مسلمانه میرمن دروسې په ټولټاکنو کې د پوتین په مقابل کې

د روسیۍ رسنیو اعلان کړی ، چې یوې مسلمانې میرمنې د روسۍ ولسمشریزو ټاکنو ته چې په راتلوونکی مارچ کې به ترسره شي خپل ځان نوماند کړی دی .

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې : د ار تی په نقل قول یاده نومانده اینا ګامزاتوا یوه خبریاله او د روسیۍ د داغستان د یوه مفتي اعظم میرمن ده .

نوموړۍ همدارنګه په روسیه کې د مسلمانو رسنیو لوې ریاست په غاړه لري ، چې د دوشنبې په ورځ یې د دې هیواد د ټاکنو په مرکزي کمیټه کې په رسمي ډول د نوماندۍ په موخه نوم لیکنه وکړه .

نوموړۍ د ډسمبر میاشتې په اخیرو کې د یوې ډلې له خوا د داغستان په جمهوري کې د نوماندې په توګه وټاکل شوه . ګامزاتوا چې د یو شمیر خیریه بنسټونو د ریاست مسولیت په غاړه لري ، د داغستان مفتي اعظم میرمن او په دولتي چارو کې د نوموړي مشاوره شمیرل کیږي .

نوموړۍ د یوې خپلواکۍ نوماندۍ په توګه بغیر د کوم ګوند له ملاتړ او مرستې خپل ځان نوماند کړی دی نوموړۍ مکلفه ده چې په ټوله روسیه کې د خپلو پلویان ۳۰۰ زره لاسلیکونه راټول او وړاندې کړي .

دا په داسې حال کې ده ، چې د روسې هیواد د قانون له مخې هغه نوماندان چې د ګوند غړي یې په پارلمان کې وي د یادو لاسلیکونو په راټولو مکلف نه دي .

او هغه نوماندان چې د کوم ګوند ملاتړ ولري او په پارلمان کې غړي ونه لري دوې هم باید ۱۰۰ زره لاسلیکونه راټول کړي .

ګامزاتوا په روسیه کې لومړنۍ مسلمانه نومانده میرمن ده ، چې تر دا مهاله یې خپله انتخاباتي کړنلاره نه ده روښانه کړې خو په ملي یوالي یې ټینګار کړی دی .

په همدې حال کې په روسیه کې مسلمانو ډلو له نوموړۍ څخه خپل ملاتړ ښودلی ، چې له همدې سره نوموړۍ د یوشمیر بهرنیو رسینو پاملرنه ځان ته را اړولې ده .

له دې وړاندې یوې بلې روسي میرمنې د ( کسنیا سوبچاک ) په نامه چې د یوې نړیوالۍ مجلې د روسۍ ژبې برخه یې په غاړه لرله خپل ځان نوماند کړی دی .

د روسیۍ د ولسمشریزو ټاکنو د ښځینو نوملړ پرته ، پر دې سربیره یو شمیر نورې مشهورې څیرې او مخکښ سیاستمدارن او حتی ځینې د تمې خلاف یو اپراتور جرثقیل د ناتالیا په نوم په لیست کې شامل دي .

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *