د کويت چارواکي له ايران سره د فارس خليج د شورا د هېوادونو د خبرو اترو غوښتنه وکړه
رپوټ ښئ شیخ صباح د داخلی او بهرنیو کارپیژاندو په ټول کښې پخپلې وینا کښې د سیمې د سیاسی حالاتو په باب د یو تحلیل په وړاندې کولو سره ویلی دي، د نظرونو له ټولواختلافاتو او بدلونونو سره سره د فارس خلیج د ملګرتیا شورا غړی هیوادونه هیله من دی چې له ایران سره د خبرواترو د بيا شروع کولو لپاره دې حالات برابر شی او دا رغنده او حقیقی مشورې پکار دي زمکنیو بشپړتیاؤ ته د احترام، له نړیوالو اصولو او قونینو سره غږملتيا او د یو بل په کورنيو چارو کښې د ګوتو نه وهلو په بنياد وي .
هغه همدا رنګ په وروستیو کلونو کښې په سیمه کښې سیاسی بدلونونو ته په اشارې سره وویل ، اوسني بدلونونه په دا ډول مخ په وړاندې روان دي چې په تیرو کلونو کښې په سیمه کښې د امریکې،انګلستان او فرانسې په څیر هیوادنوو نفوذ کم شوے او د روسیې ،ایران او ترکیې په څیر هیوادونو بریالیتوب ئې پیاوړی کړے دے .
شیخ محمد الصباح همدا رنګ د مینځنی ختیځ تورتمو حالاتو او پیچلو بدلونونو ته په اشارې سره ویلی دي ، نن سبا د سوريې او لیبیا په څیر هیوادونه له ډیرو مشکلاتو او ستونزو سره لاس او ګریوان شوي دي او نړیواله ټولنه نه ده توانیدلې د دغو شخړو د حل لپاره کومې ګډې موافقې ته ورسیږی او عربی نړۍ په ځینو هیوادونو کښې قدرت ته د افراط پالو ډلو د رسیدو قيمت ادا کوي