د امریکا ولسمشر د ایران په هکله ملي اضطراري حالت تر یوه کاله غځولی دی

د امریکا ولسمشر د ایران په هکله ملي اضطراري حالت تر یوه کاله غځولی دی

د امریکا ولسمشر بارک اوباما چې د خپلې دندې وروستۍ شپې ورځې یې د تیریدو په حال کې دي، د یوې اعلامې په خپرولو سره یې ایران د امریکا لپاره یو ګواښ ښودلی او پر ایران یې د بندیزونو د دوام غوښتنه کړې ده.

له دې سره په ملګرو ملتونو کې د امریکا ستازي، د امریکا راتلونکی حکومت له ایران سره د اټومي پلان پلې کولو ته هڅولی دی. ډونالډ ټرامپ چې ټاکل شوې له یوې اونۍ په لږه موده کې سپینې ماڼۍ ته لاړ شي، له ایران سره یې د اټومي پلان پر سر هوکړه  د دوه زره شپاړسم کال بده پیښه او یو ناورین ښودلی وو او ژمنه یې کړې وه چې دا هوکړه به لغوه کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *