د کويت چارواکي له ايران سره د فارس خليج د شورا د هېوادونو د خبرو اترو غوښتنه وکړه

ایرنا خبری آژانس رپوټ ورکړ د کویت یو پخواني خارجه وزیر او نامتو شخصیت او د دغه هېواد د واکمنې کورنۍ یو نزدې ملګري شیخ محمد الصباح السالم الصباح په یو لړ څرګندونو کې د ایران او فارس خلیج د سيمې د هیوادونو ترمینځ د خبرو اترو غوښتنه کړې ده .

رپوټ ښئ شیخ صباح د داخلی او بهرنیو کارپیژاندو په ټول کښې پخپلې وینا کښې د سیمې د سیاسی  حالاتو په باب د یو تحلیل په وړاندې کولو سره  ویلی دي،  د نظرونو له ټولواختلافاتو او بدلونونو سره سره د فارس خلیج  د ملګرتیا شورا غړی هیوادونه  هیله من دی  چې له ایران سره د خبرواترو د بيا شروع کولو لپاره دې حالات برابر شی او دا رغنده او حقیقی مشورې پکار دي زمکنیو بشپړتیاؤ ته د احترام، له نړیوالو اصولو او قونینو سره غږملتيا  او د یو بل په کورنيو چارو کښې د ګوتو نه وهلو په بنياد وي .

هغه همدا رنګ په وروستیو کلونو کښې  په سیمه کښې سیاسی بدلونونو ته په اشارې سره  وویل ، اوسني بدلونونه  په دا ډول مخ په وړاندې روان دي  چې  په تیرو کلونو کښې  په سیمه کښې د امریکې،انګلستان او فرانسې په څیر هیوادنوو نفوذ کم شوے او د روسیې ،ایران او ترکیې په څیر هیوادونو بریالیتوب  ئې پیاوړی کړے دے .

شیخ محمد  الصباح  همدا رنګ د مینځنی ختیځ تورتمو حالاتو او پیچلو  بدلونونو  ته  په اشارې سره ویلی دي ، نن سبا  د سوريې او لیبیا په څیر هیوادونه له ډیرو مشکلاتو او ستونزو سره لاس او ګریوان شوي دي او نړیواله ټولنه نه ده توانیدلې د دغو شخړو د حل لپاره کومې ګډې موافقې ته ورسیږی او عربی نړۍ  په ځینو هیوادونو کښې قدرت  ته د افراط پالو ډلو د رسیدو قيمت ادا کوي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *