په اروپا کښي يو شمير کډوالو د يخيني له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی
په اروپا کښي يو شمير کډوالو د يخيني له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او دا هيوادونه بايد له کډوالو سره تر ډيره مرسته وکړي
د ملگرو ملتونو عالي کميشنرۍ له دې سره ويلي: په اورپا کي سختي سړې هوا د هغه کډوالو په لاره کي خنډونه رامنځ ته کړي کوم چي د شمالي او لويديځې اروپا په لور روان دي
د بالکان په ځینو سیمو کې د تودوخي درجه منفي اوه ویشتو ته رسیدلې او په داسې حالاتو کې یوه کمپله، یوه خولۍ او کله ناکله یو سوپ د یخنۍ مخنیوی نشي کولای. ډیری هغه کډوال له دې ستونزې سره مخ دي کوم چې له پنډغالیو بهر ژوند کوي. په بلغارستان کې دوه عراقي کډوال د سړې هوا له امله چې درجه یې منفي شلو ته رسیږي خپل ژوند له لاسه ورکړی. ددوی یخ وهلي مړي ترکیې ته ګډې پولې ته نږدې تر لاسه شوي دي. د یونان په شمال کې هم د سه شنبه په ورځ، د یوه افغان شل کلن کډوال مړی پیدا شوی دی. له دی سره د یوه پاکستاني او یوه سومالیایي کډوال مړي هم په بلغاریا کې تر تر لاسه شوي دي. دملګرو ملتونو د کډوالو ځانګې مسولینو په اروپآ کې د کډوالو د ژوندانه او راتلونکې د څرنګوالي په هکله اندیښنه څرګنده کړې او له اړوندو هیوادونو یې غوښتي تر څو دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
سيلسي پولي- “مونږ په دې هکله، چې ځینې اروپا ته تلونکو کډوالو د یخنۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی ډير اندیښمند یو. د روان کال له پیله لږ تر لږه پنځه کسانو یخنۍ مړه کړي دي.”
د ملګرو ملتونو د کډوالو څانګې ویاند په دې هکله د خبرداري ترڅنګ ویلي: اوس مهال دډیریو په ځانګړې توګه د هغه کډوالو ژوند له ګواښ سره مخ دی کوم چې د یونان په ځینو ټاپو کې شپې ورځې تیروي. ده ویلي په سامون کې اوس هم د ښځو او ماشومانو په ګډون اوه سوه کسان تر کیږدیو لاندې ژوند کوي.
د ملګرو ملتونو کډوالو څآنګې په بیړې سره له دې سیمې یونان او نورو اروپایي هیوادونو ته ددې کډوالو د لیږدولو غوښتنه کړې ده.