عراقي سرتيرو د موصل په سويل ختيځ کي مهمي سيمي نيولې دي
عراقي سرتيرو د موصل په سويل ختيځ کي مهمي سيمي نيولې دي
عراقي ځواکونو له دې سره ويلي، په دي وروستيو کي د پرمختگونو او داعش ته د درني مرگ ژوبلي له اړولو سربيره، ددې ډلې يو شمير موټر بمونه هم شنډ کړي او يا موخي ته له رسيدو مخکي الوځول شوي دي
عراقي ځواکونو ویلي، د موصل د نیولو لپاره د عملیاتو دوهم پړاو په ډيرې چټکۍ سره پر مخ روان دی او ددې پړاو لویې لاسته راوړنې د سویل لویدیځو یو شمیر سیمو نیول دي. د عراقي سرتیرو په وینا: دوی به ډير ژر د موصل په نیولو بریالي شي.
محمد هلال- “دا د داعش د جنګیالیو مړي دي. مونږ ددوی ټولې وسلې تر لاسه کړې دي. دا عملیات د فدرالي پولیسو د اتلسمې قطعی او نور اتلانو له لوري تر سره شوي. تر راتلونکو څو ورځو به مونږ د موصل ختیځې سیمې له داعش څځه پاکې کړو مونږ تر اوسه څلور سیمې نیولې دي.”
د عراق د موصل د آزادۍ عملیات دوه میاشتې وړاندې د عراقي سرتیرو، ملیشو، کرد مخکین مرګو او د ترهګري پر وړاندې د ایتلاف له لوري تر سره شول. ددی عملیاتو موخه له داعش څخه د موصل نیول ده. د موصل عملیاتو له امله په سلګونه زره کسان د خپلو کورنو پریښودو ته اړ شوي او ډیریو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.