د سوريي دولت پر دمشق د اسرايلو د توغنديو د بريدونو په هکله ملگرو ملتونو لوی منشي او امنيت شورا ته دوه ليکونه استولي دي
د سوريي دولت پر دمشق د اسرايلو د توغنديو د بريدونو په هکله ملگرو ملتونو لوی منشي او امنيت شورا ته دوه ليکونه استولي دي
د سوريي بهرنيو چارو وزارت د اسرايلو بريد پر دي هيواد تيري ښودلي
په ورته حال کي دولتي سرتيرو د دمشق په څنډونو کي پر وسله والو مخالفينو هوايي بريدونه کړې دي
د سوریې د بهرنیو چارو وزارت په دوه لیکونوکې چې د ملګرو ملتونو لوی منشي او د امنیت شورا ته استولي، ټینګار کړی چې د اسرایلو له لوري د دمشق په لور د توغندیو توغول پر دې هیواد تیرۍ او له ځمکنۍ بشپړتیا څخه سرغړونه ښودل کیږي.
د سوریې بهرنیو چارو وزارت مخکې له دې امنیت شورا ته په استول شوي لیک کې ویلي وو چې په تیرو کې د اسرایلو له لوري هوایي او ځمکنیو بریدونو ډیری ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او ددې هیواد بنستیزو برخو ته یې زیان اړولی دی.
په ورته حال کې د دمشق په څندو کې د سوریې دولت وسله والو مخالفینو ته ورکړل شوې ګواښ نیټه پای ته رسیدلې او دولتي هوایي ځواکونو پر خپلو وسله والو مخالفینو بریدونه کړي دي.
له دې سره د سوریې د الباب ښار په هکله هم انځورونه خپاره شوي له دې انځورونو داسې ښکاري چې په دې ښار کې د ترکیې تر ملاتړ لاندې د وسله والو او داعش جنګیالیو ترمنځ نښتې روانې دي. دا په داسې حال کې د چې د ترکیې او روسیې په منځګړیتوب په دې هیواد کې اوربند روان دی.